له کابله ترویاناپورې دناکراریو عاملان دجنرال سلیمانی قاتلان دي
نړۍ به د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت قوماندان جنرال شهید قاسم سلیماني پرته کراره نه وي او ددغو ناکراریو اوبې ثباتیو مسئولیّت د هغه چا د ناځوانمردانه ترور د عاملانو او آمرانو په غاړه دی ، چې له داعشي جنایتکارو سره وجنګید او د سیمې او حتی د اروپا او امریکا لپاره ئې امنیت ډالۍ کړی ؤ .
زمونږخبریال راپور راکړ په آذربایجان جمهوریت کې د اسلامی ایران سفیر سید عباس موسوي دافغانستان په کابل کې دترهه ګرې بوږنونوکي پيښې د وژل شوو کسانو د عکسونو په خپرولو سره په خپل ټوئيټر چینل کې لیکلی دي ، له کابله تر ویانا پورې داعشي ترهه ګري په اوج کې ده .
عباس موسوي زیاته کړې ده ، نړۍ به د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت قوماندان جنرال شهید قاسم سلیماني پرته کراره نه وي او ددغو ناکراریو اوبې ثباتیو مسئولیّت د هغه چا د ناځوانمردانه ترور د عاملانو او آمرانو په غاړه دی ، چې له داعشي جنایتکارو سره وجنګید او د سیمې او حتی د اروپا او امریکا لپاره ئې امنیت ډالۍ کړی ؤ .
هغه روښانه کړې ،باید نړیواله ټولنه دې په خود کې شي ، هغه څوک چې داعشي جنایتکار ئې پاللي او نړۍ ورباندې ناکراره کړې اوس هم خپلو هماغو کرغیړنو اقداماتو ته له همدغو جنایتکارو څخه په ملاتړ سره دوام ورکوي .