د ایران لپاره مهمه نه ده په امریکا کې څه تیریږي
ډاکټر حسن روحاني ددې خبرې په کولو سره چې مځکنۍ بشپړتیا، د سیمې د ملتونو حق دی ووئيل،ایران د ډيپلوماسۍ او غیر پوځي لارې د قره باغ دشخړې دحل غوښتونکی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د کابینې په غونډې کې په دې خبرې کولو سره چې د امریکا انتخابات له مختلفو اړخونو څخه عبرت اخستونکي دي ،ټینګار کړی ، دتهران لپاره مهمه نه ده چې په امریکا کې څه تیریږي او څوک ددغه هیواد ولسمشر کیږي .
ډاکټر حسن روحاني په دې خبرې په ټينګارسره چې امریکا باید درستو نړیوالو تړونونو ،قوانینو او څو اړخیز پالنې ته بیرته وګرځي زیاته کړې ده ،امریکا باید دبندیز او بایکاټ په ځاي،احترام، د ګواښ په ځاي عزت او د بدعهدیو او قانون ماتولو په ځاي،د ژمنتیاؤ اجرا ته مخه کړي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې هغه روده چې د امریکا په حکومت کې غوره کیږي،اهمیّت لري،روښانه کړې ده،که امریکایان پوهه شول اوعبرت ئې واخست ،نو باید بله لاره وټاکي .
د اسلامی ایران ولسمشر همدارازد سیمې او د ایران شمالي اوشمال لویدیځي پولو او دسیمې شرائطو ته په اشارې سره وئيلي دي ،دپولو امنیت او دا چې د ایران له پولو سره نزدې ترهه ګر او ترهه ګرې ډلې هیڅکله هم شتون ونه لرل شي او جغرافیائي پولې بدلې نشي،د تهران لپاره اهمیّت لري .
ډاکټر حسن روحاني ددې خبرې په کولو سره چې مځکنۍ بشپړتیا، د سیمې د ملتونو حق دی ووئيل،ایران د ډيپلوماسۍ او غیر پوځي لارې د قره باغ دشخړې دحل غوښتونکی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز په وروستیو شپو ورځو کې د نړۍپه مختلفو سیمو کې ترهه ګرو پيښو ته په اشارې سره روښانه کړې ده ،په عبادت ځایونو ،ښونځیو او پوهنتونونو حملې یو غیر انساني اقدام دی او په کلکه محکومې دي . هغه زیاته کړې هغه کسان چې داسلام د ګران پیغمبر په شان کې ګستاخي کوي غلط کار کوي او هغه کسان چې ترور کوي ،هم ناسم ،غلط او غیر انساني کار ترسره کوي .