له اسرائیلو سره اړیکې د شاته پاتي والي سبب دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93993-له_اسرائیلو_سره_اړیکې_د_شاته_پاتي_والي_سبب_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د فلسطین د خلکو د اسلامي انقلاب د ملاتړ د کمیټۍ مشر ایت الله محمد حسن اختري وویل له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول له ذلت او اقتصادي شاته پاتې والي پرته بل څه نه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2020 08:55 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو سره اړیکې د شاته پاتي والي سبب دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د فلسطین د خلکو د اسلامي انقلاب د ملاتړ د کمیټۍ مشر ایت الله محمد حسن اختري وویل له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول له ذلت او اقتصادي شاته پاتې والي پرته بل څه نه دي .

د ایران د ولسمشرۍ په  ماڼۍ کښې له فلسطین د ملاتړ د کمیټي مشر ایت الله محمد حسن اختري نن د اینټرنیټ له لارې په یوه (۱) ویډیو کانفرنس کښې چې عنوان یې وو د سوډان خلک له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا مخالف دي په اسلامي ارزښتونو باندې په پاې بندۍ ټینګار سره وویل له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو بهیر هڅه کوي چې ملتونه ذلیل کړي او د هغوې حق ضایع کړي او باطل ځای ناستی کړي .

هغه وویل د  هغو هیوادونو په هکله په یوې (۱)شننې سره چې له صهیونیسټ رژیم اړیکې لري معلومیږي چې د دغو اړیکو د ټینګولو نتیجه له ذلت او اقتصادي شاته پاتې والي پرته بل څه نه ده .

صهیونیسټ رژيم او د سوډان انتقالي حکومت څه موده مخکې د اړیکو د له سره پیلولو په هکله ګډه بیانیه خپره کړه .

متحده عربي اماراتو او بحرین هم د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا د ولسمشر ټرمپ په شتون سره په سپینې ماڼۍ کښې له صهیونیسټ رژیم سره د سازباز موافقه لاسلیک کړي وه .

له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د عربو رژیمونو هڅه په داسې حال کښې ده چې دغه رژيم د فلسطین د خلکو په ځپلو سربیره ډیرې اسلامي او عربي سیمې هم نیولي دي .