پاکستان ته له سفر مخکښې د ظریف پیغام
(last modified Tue, 10 Nov 2020 00:57:59 GMT )
Nov 10, 2020 05:27 Asia/Kabul
  • پاکستان ته له سفر مخکښې د ظریف پیغام

د اسلامي ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا اسلام آباد ته د خپل سفر په درشل کښې په یو ټویټ کښې وویل چې له خپل پاکستاني همرتبه، د پوځ له قومندان او وزیراعظم سره به د دوه اړخیزو او سیمه ایزو موضوعاتو په سر خبرې اترې وکړي.

محمد جواد ظریف په خپل ټویټر کښې ولیکل: په پاکستان کښې به د سه شنبې په ورځ له خپل ورور شاه محمود قریشي، د دغه هیواد د پوځ له قومندان جنرال باجوا او وزیراعظم عمران خان سره د دوه اړخیزو او سیمه ایزو موضوعاتو په هکله د لوړې سویې خبرې اترې وکړم.

هغه څرګنده کړه چې دا ملاقاتونه د اسلامي نړۍ د ستر محقق، نړیوال شاعر او د مسلمانانو د اتحاد او یووالي نه ستړي کیدونکي دودونکي په توګه د اقبال لاهوري د درنښت له ورځې وروسته ترسره کیږي چا چې د ایران او پاکستان ولسونه سره یوځاې کړې دي.

د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي.

هغه پرون هم په اردو ژبه یو ټویټ کښې د علامه اقبال د ورځې په مناسبت هغه د اسلامي نړۍ ویاړ او یو داسې نړیوال شاعر او پوه بللې و چې د اسلامي نړۍ د یوموټې کیدو لپاره یې ډیرې هلې ځلې کړې دي.