د ایران د لړم د ۲۰ نیټې ځینې مطبوعات
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایی د طالبانو زیاتره ازادی شوی بندیان د جنګ میدان ته ستنه شوی دي .
کیهان
د ایران د قضاییه قوې مشر سید ابراهیم رایسی وایی د ایران اسلامی جمهوریت د حاج قاسم د ترور د عواملو په نسبت د عدالت په اجرا کی له خپل هوډ شاتګ نه کوی . ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی د ایران د قضائیه قوې مشر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د سردار سلیماني د شهیدولو د جنایت د امر کونکو او عاملینو په لړ کښې د عدالت په اجرا کولو کښې پوره جدي دی.
سید ابراهیم رئیسي د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ټرمپ ماتې ته په اشارې سره وویل هغه ستر ترهګر چې هم د ترهګرو ملاتړې دی او هم یې له لاسونه، له ترهګرۍ سره د مبارزې د اتل سردار سلیماني په وینو سره دي، له سپینې ماڼۍ شړل کیږي. ښاغلي رئیسي په دې خبرې سره چې د سردار سلیماني ترور هغه مسئله ده چې له تعقیبونې يی به هیڅکله شاتګ ونه شي، ټینګار وکړ چې دغه کار ته به خامخا دوام ورکوي.
په نیواکی فلسطین کې صیهونیسټانو ضد اعتراض کونکیو ویلی دی ټرمپ لاړ نتانیاهوهم باید لاړ شی .
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایی د طالبانو زیاتره ازادی شوی بندیان د جنګ میدان ته ستنه شوی دي .
د ټرمپ او بایډن د پلویانو ترمینځ د واټیزو نښتو له دوام سره په یووخت ټرمپ خپل پلویان د اعتراض لپاره واټونو ته وبلل .
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف وایی که اذربایجان وګواښل شی نو له ترکیې مرسته اخلو .
په عربی هیوادونو کې د ټولینزو چینلونو کارونکی وایی چی د ټرمپ په ماتې سره عربی واکوالان یتیمان شول .
شیخ الازهر لویدیځ د اسلامی ترهه ګرۍ له اصطلاح د استفادې په اړه خبردارې ورکړ .
اطلاعات
دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د ټرمپ له ماتې وروسته خپلو ګاوندیانو ته د ایران د خارجه وزیر ښاغلی ظریف پیغام ته هم انعکاس ورکړی دی او لیکی چی ظریف ویلی دی ټرمپ لاړ مونږه او ګاونډیان پاتې شو . د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د ګډو ګټو د تحقق په لړ کې د سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د چمتو والی خبرهم ورکړ .
ښاغلی ظریف د دې خبرې په کولو سره چی ایران ټول خبرو اترو ته بولی وویل خبرې اترې د اختلافاتو او تاوتریخوالیو د ختمولو یوازنۍ لاره ده .
ټرمپ په تیرو څلورو کلونو کې هڅه وکړه د صیهونیسټ رژیم او ځینو عربو متحدانو په مرسته ایرانی ضد ایتلاف جوړ کړی خو بریالې نشو .
په بغداد کې د عراق د پوځ او مقاومت ځواکونو په مرکزونو د داعش د ترهه ګرې ډلې په حمله کی ۱۱ کسان شهیدان شوی دي .
ټرمپ بایډن ته د قدرت د انتقال په بهیر کې خنډونه جوړوی .
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر علی اف ویلی دی د ارمنستان له اوسنی لومړی وزیر سره سوله ممکنه نده .
د افغانستان په کندهار کی په چتاودنه کې ۸ کسان مړه او ۳۸ نور ژوبل شوی دی .
امارات او عربستان د یمن په سقطری سټراتیجیکه ټاپو کې د نفوذ پر سر سیالۍ کوی .
د روسیې ولسمشر پوتین د ویډیو کانفرنس له لارې له خپل سوریایی همڅنګ بشار اسد سره په خبرو کی ویلی دی چی په سوریه کی مو د ترهه ګرۍ مرکز حذف کړ .