د اسلامي نړۍ حالت د ايران او پاکستان ګډه اندېښنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94117-د_اسلامي_نړۍ_حالت_د_ايران_او_پاکستان_ګډه_اندېښنه_ده
د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې تهران او اسلام آباد له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو هېوادونو د تعلقاتو ټينګول په حساسيت سره تعقيبوي وويل، د اسلامي نړۍ حالت د ايران او پاکستان ګډه موضوع او اندېښنه ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 11, 2020 06:42 Asia/Kabul
  •  د اسلامي نړۍ حالت د ايران او پاکستان ګډه اندېښنه ده

د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې تهران او اسلام آباد له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو هېوادونو د تعلقاتو ټينګول په حساسيت سره تعقيبوي وويل، د اسلامي نړۍ حالت د ايران او پاکستان ګډه موضوع او اندېښنه ده.

محمد جواد ظريف پرون ماښام اسلام آباد ته له رسېدو سره سم له ايرنا سره په مرکه کښې د سيمې د ځينو هېوادونو لخوا له اسرائيلي رژيم سره د تعلقاتو د جوړولو دسيسې ته په اشارې سره وويل، د اسلامي تعاون تنظيم راتلونکې غونډه په نائجېريا کښې جوړيږي نو ضروري ده چې پکښې د ساز باز د پلان په خلاف ګډ دريځونه غوره کړې شي.

جواد ظريف اسلام اباد ته د خپل سفر د اهدافو په بيانولو سره وويل، د دوو اړخيزو تعلقاتو او د پوله ايزو، سيمه ايزو او نړيوالو ملګرتياو په شان موضوعات به له پاکستاني دوستانو سره بحث او د نظر تبادله اوشي.

هغه همدارنګ په امريکه کښې د نوي حکومت په اقتدار کښې راتلو سره د برجام ايټمي موافقې په باره کښې وويل، ټول هرڅه د امريکې د چلند له څه رنګوالي سره تړاو لري.