د امریکا د ځوړتیا بهیر ډیر چټک شوی دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پیښو د واشنګټن د قدرت په ماتولو سره د دغه هیواد د ځوړتیا بهیر نور پسې چټک کړ .
هغه نن د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته پیښو ته په اشارې سره وویل د نړۍ خلکو او عمومي افکارو د امریکا جوړښتي ، ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي مشکلات ولیدل او دغه چارې د نړۍ مستضعفانو ته د امریکا د ځوړتیا بهیر او د امریکا حقیقي څیره وروښودله .
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف دې ته په اشارې سره چې د کسانو بدلون به د تهران په وړاندې د امریکا د حکومت په سیاستونو کښې هیڅ اغیز ونه لري وویل د ایران لپاره د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د حکومت عملي اقدامات شرط دی او باید په عمل کښې د ایران د تیلو د خرڅولو بهیر ، د بانک فعالیتونه او له نړۍ سره د ایران د شرکتونو تجارت ووینو .
هغه په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له بیا بیا راپورونو سره سم خپلې ژمنې په کامل ډول اجرا کړي دي وویل که چیرې جو بایډن په حقیقي ډول اټومي تړون ته ژمن دی باید له وړاندې شرط پرته عملي نه شوي ژمنې اجراي کړي او د امریکا د حکومت د ژمنو د نه ترسره کولو په وجه د ایران خلکو ته څو کاله رسیدلي تاوانونه جبران کړي .
د ایران د پارلمان مشر قالیباف په دې خبرې ټینګار سره چې تهران په امریکا واکمن فاسد نظام د واشنګټن د غلطو فیصلو اصلي ګرم ګڼي وویل د شهید قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدي المهندس د وینې بیه له سیمې د امریکا د عسکرو ایستل دي .