تختروانچي:
امنیت شورا د رواوالي او اعتبار له کړکیچ سره مخامخ ده
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهویت دائمي استازي وویل: امنیت شورا د خپل کمزوري، نرم او ځینې وختونه یې د غیرقانوني او له قانونه د وتلې کړنلارې په وجه د رواوالي او باور له کړکیچ سره مخ ده.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهویت دائمي استازي وویل: امنیت شورا د خپل کمزوري، نرم او ځینې وختونه یې د غیرقانوني او له قانونه د وتلې کړنلارې په وجه د رواوالي او باور له کړکیچ سره مخ ده.
مجید تخت روانچي پرون د ملګرو ملتو د امنیت شورا د اصلاح په موضوع سره د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې، د دغې شورا په اوسني جوړښت باندې په نیوکې سره زیاته کړه: امنیت شورا د هغې د غړو په ترکیب کښې د پراختیا په حال کښې هیوادونو د کمزوري شتون په وجه غیرډیموکراټیکه ده.
تخت روانچي څرګنده کړه چې امنیت شورا تراوسه په عمدي توګه د لویدیځو هیوادونو تر سلطې لاندې پاتې شوې، د ځینو دائمي غړو د ناوړه استفادې وړ ګرځیدلې او د خپل کړچار ځواب هم نه ورکوي.