غریب آبادي:
ایران د امریکې او اسرائیلو ادعاؤ ته هیڅ اهمیت نه ورکوي
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتو په دفتر کښې د ایران دائمي استازي او سفیر وویل: ایران د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس او غړو هیوادونو باندې د دباؤ اچولو په موخه د امریکې او اسرائیلو بې بنیاده او غولونکو ادعاؤ ته د هیڅ ارزښت قائل نه دی.

کاظم غریب آبادي د ایټمي موافقې د اجرا د رښتیاؤ د معلومولو په موضوع سره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا په موسمي غونډه کښې چې په آنلاین بڼه ترسره شوه، زیاته کړه: ایران د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره ترټولو زیاته ملګرتیا او همکاري لري.
هغه زیاته کړه چې متحده ایالتونه دې د خپلو هغو ناسمو اقداماتو د پایلو پوره مسئولیت ومني چې د ملګرو ملتو له منشور او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره په څرګنده تضاد کښې دي.
غریب آبادي وویل: امریکا چې زرګونه ایټمي خولۍ لري او نور پرې په احتمالي استفادې ګواښي، حق نه لري چې د ایټمي وسلو نه خپریدو د اندیښنو په هکله خبره وکړي.
هغه څرګنده کړه: د اسرائیلو رژیم په مینځني ختیځ کښې یوازنې رژیم دی چې د ډل وژونکو وسلو په کنټرول پورې اړونده هیڅ لاره چاره یې نه ده منلې او دغه ډول مختلفې وسلې یې جوړې کړي او پراختیا یې ورکړې ده.