د سوريې د بهرنیو چارو نوی وزیر ته د ظریف مبارکي
Nov 23, 2020 03:09 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد ته د سوريې د جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکل کېدو د امله مبارکي وویل.
د فارس په حواله، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د تلفوني اریکي په ټینګولو سره د سوریې د بهرنیو چارو نوی وزیر فیصل مقداد ته مبارکي وویل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ولید المعلم د مړیني د کبله د خواخوږۍ تر څنګ د دواړو هیوادونو تر مینځ د استراتیجیکو همکاریو پر دوام باندې ټینګار وکړ.
د روسیې ولسمشر بشار اسد تېر ورځ د حکم په صادرولو سره د ولید المعلم تر مړیني وروسته فیصل مقداد یې د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه.
ولید المعلم د سوریې د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال تېره هفته په ۷۹ کلنۍ کې وفات شو.
ټیګونه