د ایران د پارلیمان مشر پر بین الافغاني خبرواترو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94391-د_ایران_د_پارلیمان_مشر_پر_بین_الافغاني_خبرواترو_ټینګار_وکړ
د ایران د اسلامي شورا مشر د افغانستان د قانوني حکومت په چورلیزتوب سره او د دریمګړو هیوادونو له دباؤ پرته، پر بین الافغاني خبرواترو ټینګار کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2020 04:21 Asia/Kabul
  • د ایران د پارلیمان مشر پر بین الافغاني خبرواترو ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي شورا مشر د افغانستان د قانوني حکومت په چورلیزتوب سره او د دریمګړو هیوادونو له دباؤ پرته، پر بین الافغاني خبرواترو ټینګار کړی دی.

محمد باقر قالیباف پرون په ایران کښې د افغانستان د سفیر عبدالغفور لیوال په کتنه کښې، په کابل کښې له وروستیو ترهګرو پیښو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل په افغانستان کښې د امنیت په رامینځته کیدو او د صلحې او ارامښت په ټینګیدو تاکید لري.

ښاغلي قالیباف د ایران او افغانستان ترمینځ د ملګرتیا د جامع سند د برابریدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو د سویې په لوړولو کښې د پارلیمانونو رول ته په اشارې سره یې وویل: پارلیماني ارتباطات د دوو هیوادونو د دوستانو تعاملاتو په بهیر کښې ټاکونکې او اسانونکې رول لري.

په دغې کتنې کښې په تهران کښې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال هم د افغانستان د صلحې له بهیره او د دغه هیواد د قانوني حکومت له پرځایښته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په وجه د افغانستان د حکومت او ولس د مننې د پیغام په رسولو سره، له افغانستاني کډوالو په کوربه توب کښې د ایران د سیاستونو قدرونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان ولس به هیڅکله د ایران مادي او معنوي ملاتړونه هیر نه کړي.