سیمه د خپل امنیت لپاره امریکايي ځواکونو ته هیڅ ضرورت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94504-سیمه_د_خپل_امنیت_لپاره_امریکايي_ځواکونو_ته_هیڅ_ضرورت_نه_لري
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: لویدیځه آسیا د خپل امنیت د تامینولو لپاره د امریکې پوځیانو ته بیخي ضرورت نه لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 29, 2020 07:38 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: لویدیځه آسیا د خپل امنیت د تامینولو لپاره د امریکې پوځیانو ته بیخي ضرورت نه لري.

سعید خطیب زاده د افغانستان آریانا نیوز چینل ته په مرکه کښې زیاته کړه: په افغانستان باندې د امریکې پوځي حمله یو څرګند او غیرقانوني تیرې و او دا څه چې نن سبا په دې هیواد او سیمې کښې لیدل کیږي، د امریکې د پوځي برید سپیرې پایلې دي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان حکومت ته د ایران نظر د امریکې له نظره بیخي بدل دی چې له شلو کالو راهیسې یې له افغانستان سره د یو نیواکګر ځواک سلوک کړی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: امریکې په پټه او د افغانستان د حکومت په غیرموجودګۍ کښې له طالبانو سره د دغه هیواد د راتلونکي په هکله مذاکره وکړه، خو د دې په اپوټه، له طالبانو سره د ایران خبرې اترې بیخي څرګندې او رڼې او د افغانستان د مرکزي حکومت په خبرتیا سره دي چې د طالبانو په کنټرول کښې د ځینو سیمو په شمول د ګډو پولو د امنیت په شان معلوم موضوعات په کښې څیړل کیږي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د سیمې په هیڅ کوم ځاې کښې په سم نیت او موخو سره نه ده دیره شوې او دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت او ولس د خپل هیواد د چلولو توان لري.