د ایران اټومي انرژۍ اداره باید یورانیم تولید کړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو اټومي انرژۍ اداره د سوله ییزو هدفونو لپاره په شل(۲۰) فیصده پخوالي سره د یورانیمو تامینولو ته ژمنه کړه .
د ایران د پارلمان استازیو په ننۍ غونډې کښې د ایران د ملت د ګټو د ساتنې او د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ستراتیژیک اقدام د پلان په جزیاتو باندې د غور په بهیر کښې د هغه له لومړۍ مادې سره موافقت وکړ .
د لومړۍ مادې پراساس د ایران د اټومي انرژۍ اداره ژمنه ده د دغه قانون له تصویبیدا سمدستي وروسته د سوله ییزې استفادې لپاره په شل(۲۰) فیصده پخوالي سره د یورانیمو د تولیدولو اقدام وکړي او په کال کښې کابو یوسل شل (۱۲۰) کلوګرامه یورانیم په هیواد کښې ذخیره کړي او دغه راز د ایران اټومي انرژۍ اداره ژمنه ده په شل (۲۰) فیصده پخوالي سره د یورانیمو د سوله اییزې استفادې لپاره د هیواد ضرورت په کامل ډول او له کوم ځنډ پرته تامین کړي .