اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید اطلاعات پټ وساتي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94626-اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_باید_اطلاعات_پټ_وساتي
ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي کاظم غریب ابادي بیګا په نطنز کښې د نویو سانټري فیوژونو د دریو (۳) ابشارونو د نصبولو لپاره د ایران د پروګرام په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پټ راپور په ایشوا کیدا باندې نیوکې سره وویل اټومي اژانس د هیوادونو د سیف ګارډ د پټو اطلاعاتو د ساتلو په هکله مسول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2020 01:57 Asia/Kabul
  • اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید اطلاعات پټ وساتي

ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي کاظم غریب ابادي بیګا په نطنز کښې د نویو سانټري فیوژونو د دریو (۳) ابشارونو د نصبولو لپاره د ایران د پروګرام په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پټ راپور په ایشوا کیدا باندې نیوکې سره وویل اټومي اژانس د هیوادونو د سیف ګارډ د پټو اطلاعاتو د ساتلو په هکله مسول دی .

کاظم غریب ابادي په دې خبرې ټینګار سره چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د مکاتباتو  لپاره د اوزار په توګه د «ګاواتم »له داخلي سایټ څخه په استفادې او د اطلاعاتو د پټ ساتلو په سازوکار کښې بیا  کتنه وکړي وویل اټومي اژانس یوازې د تحولاتو د نوي کولو په هکله مسولیت نلري بلکې د کوربه هیواد د سیف ګارډ د پټو اطلاعاتو د ساتلو کار هم باید تضمین کړي .

لویدیځو رسنیو پرون وویل د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس غړیو هیوادونو ته ویلي دي چې ایران د نطنز په اټومي مرکز کښې د ايي ار ټو ایم (IR-2M) د نورو پرمختللیو سانټري فیوژونو د نصبولو پروګرام لري .

دا لومړی ځل نه دی چې د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله  د اټومي انرژۍ د  نړیوال اژانس پټ راپورونه رسنیو ته ایشوا کیږي .

مخکې په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دایمي استازي میخائیل اولیانوف په رسنیو کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پټو راپورونو د ایشوا کیدا په هکله اعتراض کړی و .