د ایران په هکله د ټرمپ ارزو به هیڅکله پوره نشي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د پیټروکیمیکل محصولاتو او د تیلو د صادراتو لپاره د امریکا د اقتصادي جنګ ډيرو خنډونو ته په اشارې سره وویل هیڅکله د ایران د تیلو د صادراتو صفر ته د رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ ارزو محققه نشوه او ټرمپ به دغه ارزو له ځان سره یوسي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د حکومت د اقتصادي غږملتیا د کمیټۍ په یوسل پینځه اتیایمې (۱۸۵) غونډې کښې د صادراتو لپاره طبیعي ظرفیت ته د هیواد د تیلو د تولید د رسولو لپاره د چمتووالي په ضرورت باندې ټینګار سره وویل د اټومي تړون په عملي کیدا او د بایکاټونو په ختمیدا سره په لنډه موده کښې د ایران د تیلو خرڅلاو څه د پاسه دوه (۲) میلیونه بیرلو ته ورسید او د رغنده تجربو او د عملیاتي اوزارونو له شتون سره سره نن هم د تیلو د تولید د چټکې زیاتیدا لپاره دغه چمتووالی شته .
هغه دغه راز دې ته په اشارې سره چې کورونا ویروس او د بایکاټونو خنډونه په کار او کسب کښې د ځنډ سبب شوي دي وویل په دغو بې ساري شرایطو کښې حکومت د کاري ځواک د ملاتړ او د تاوان لیدلیو پرګنو د اقتصادي او د ټولنیز زغم د لوړتیا لپاره له ټولو ممکنو ظرفیتونو او لارو چارو کار اخیستی دی .