د ایران د دفاعي بنسټ د پياوړتیا لپاره د اسلامي شورا هوډ
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر د هیواد د دفاعي بنیاد د پیاوړي کولو لپاره د پارلیمان د کلک هوډ او ارادې خبر ورکړ.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر د هیواد د دفاعي بنیاد د پیاوړي کولو لپاره د پارلیمان د کلک هوډ او ارادې خبر ورکړ.
حجت الاسلام «مجتبی ذوالنور» په یوه مرکه کښې د ایران دفاعي بودجې ته په پاملرنې باندې په ټینګار سره وویل: دفاعي برخه د هیواد ترټولو مهم رکن دی او پارلیمان په تیره بیا د بهرني سیاست او ملي امنیت کمیشن به د دې برخې د ستونزو د هواري او دفاعي بنسټ د لازیاتې مضبوطیا لپاره پوره پوره کوشش وکړي.
هغه هم داشان څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د ددښمنانو ګواښونو ته په پام سره د هیواد دفاعي سیکټر باید د پياوړتیا په آخري حد کښې وي.