د جوبایډن حکومت نړیوالې ایټمی موافقې ته بیرته ستنیږي
د جیک سالیون په وینا،بایډن هغه تاوانونه جبرانوي چې د امریکا اوسني حکومت په ۲۰۱۸کال کې له نړیوالې ایټمي موافقې په وتلو سره رامینځة کړي دي .
د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی،د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د راتلونکي حکومت دملی امنیت د سلاکارۍکاندیدجیک سالیوّن مدعي شوی،په راتلونکي حکومت کې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا او د بندیزونو لغوه کیدا، د پراخو موضوعګانو په اړه له ایران سره د ورپسې خبرواترو لپاره زمینه برابروي .
د جیک سالیون په وینا،بایډن هغه تاوانونه جبرانوي چې د امریکا اوسني حکومت په ۲۰۱۸کال کې له نړیوالې ایټمي موافقې په وتلو سره رامینځة کړي دي .
جوزف بایډن مدعی شوی ، که ایران په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي ، نو امریکا یو ځل بیا دغې موافقې سره یو ځاي کیږي او د ایران په ضد بندیزونه لغوه کوي .
داپه داسې حال کې دي چې دا یران اسلامی جمهوریت په کرتو وئيلي دي ،جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دامریکا د بیرته ستنیدا او ددغې نړیوالې ايتمي موافقې دځینو نورو لورو له خوا دنړیوالې ایټمی موافقې د ژمنتیاؤ د اجرا په بڼه کې به د تهران له خوا هم دنړیوالې ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ د کمیدا په لاره کې اخستل شوي ګامونه بیرته وګرځول شي .
له دې سره په یووخت د اروپائي اتحادئې شورا هم پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره چې اصلي موضوع ئې له امریکا سره داورپائي اتحادئې د اړیکو لرلید دی ، راغلي دي ،مونږ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاهر چې د ملګروملتو د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک ورڅخه ملاتړ کوي او د نړیوال جوړښت یو اساسی رکن حسابیږي ، د یوه بل ملګرتیا ته اړتیا لرو.
دغه اروپائي اورګان په داسې حال کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو د ضرورت خبره کوي ، چې د دغې موافقې اروپائي لورو په په عمل کې په بیا بیا لټیو او سستیو سره د دغې نړیوالې ایټمي موافقې مادو ته په تیره بیا دامریکا له یو اړخیزې وتنې وروسته پخپلو ژمنتیاؤ عمل نه دی کړی.
حال دا چې پرون ئې یو ځل بیا دیوې اعلامیې په خپرولو سره اسلامی ایران د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړی او عملا ئې د تهران له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دی واړخیزې اجرا غوښتنه کړې ده .