د نوو سنټرفیوژونو لګول د نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94708-د_نوو_سنټرفیوژونو_لګول_د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_خلاف_ورزي_نه_ده
په نطنز کې د نوو سنټرفیوژونو لګول په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ژمنتیاؤ د کمولو پنځو ګامونو په چوکاټ کې دي او دا موضوع د ایټمی انرزۍ دنړیوال آژانس مسئولانو ته رسول شوې ده او د سنټرفیوژونو ددغه ماډل نصبول هم د آژانس په څارنې سره ترسره شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2020 02:01 Asia/Kabul
  •   د نوو سنټرفیوژونو لګول د نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي نه ده

په نطنز کې د نوو سنټرفیوژونو لګول په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ژمنتیاؤ د کمولو پنځو ګامونو په چوکاټ کې دي او دا موضوع د ایټمی انرزۍ دنړیوال آژانس مسئولانو ته رسول شوې ده او د سنټرفیوژونو ددغه ماډل نصبول هم د آژانس په څارنې سره ترسره شوي دي .

د ا سلامی ایران د حکومت ویندوي علی ربیعي  پرون په خبري ناستې کې په نطنز کمپلیکس کې د نوو سنټرفیوژونو  په نصبیدا د اروپائي ټرائيکا اندیښنې څرګندیدا ته په اشارې سره  وئیلي دي ، د ایران له خوا دغه اقدام  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا  د وتلو په دلیل  دژمنتیاؤ د کمولو  په لړ کې دی .

  ربیعي  روښانه کړې ده ، په نطنز کې  د نوو سنټرفیوژونو لګول  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  د ژمنتیاؤ د کمولو پنځو ګامونو په چوکاټ کې دي  او دا موضوع  د ایټمی انرزۍ دنړیوال آژانس مسئولانو ته رسول شوې  ده او د سنټرفیوژونو ددغه ماډل  نصبول  هم د آژانس په څارنې سره ترسره شوي دي .

اروپائي ټرائيکا وړمه ورځ په  یوې اعلامیې کې  د ایران په نطنز کې د لاریاتو سنټرفیوژونو د نصبولو لپاره د ایران په  اقدام اندیښنې  ښودلې ده ، دې له اشارې پرته چې  په نړیوالې ایټمي موافقې کې ئې  پخپلو ژمنتیاؤ  په اجرا کولو کې خپلو لیټَیو او کم کاریو ته کومه ا شاره وکړي .

له دې سره په  یووخت  بیا هم د اروپائي  اتحادې دبهرني سیاست مسئول  جوزف بورل په یوې ویبینار غونډې کې  په  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  داروپائي لوري او اروپائي ټرائيکا بدعهدیو ته له اشارې پرته وظیلي دي ،اروپا  باید  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا لپاره کومه لاره چاره پیدا کړي، اودی مدعی شوی ، ایران باید په بشپړډول دنړیوالې ایتمي موافقې پیروي وکړي.