صهیونیستي رژیم به د شهید فخري زاده د ټرور تاوان ورکړی
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو لوی قومندان وویل: صهیونیستي رژیم او ملګري یې د شهید فخري د ټرور تاوان به ورکړي او د ایران ولس به پر خپل وخت د هغوی څخه غچ واخلي.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو لوی قومندان برید جنرال حسین سلامي د جمعې په ورځ د شهید فخري زاده کور ته په تګ سره وویل: د ټروریستانو دغه ستر جنایت د شهید فخري زاده لپاره لوی ویاړ راووست او دغه ساینس پوه یې هم د شهید سردار قاسم سلیمانی په څېر چي په ځلونو د امریکایانو څخه غچ اخیستی و مطرح کړ.
برید جنرال سلامی وویل: د دغه ستر ولس اولادونه چي د لوی شیطان امریکا او د صهیونیستي رژیم له خوا په مظلومانه ټرور کیږي اسلامي ایران ته ویاړ ور په برخه کوي او بې له شکه د دغو شهیدانو په تېره بیا د شهید فخري لاره دوام پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: صهیونیستي رژیم او ملګري یې د شهید فخري د ټرور تاوان به ورکړي او د ایران ولس به پر خپل وخت د هغوی څخه غچ واخلي.
شهید محسن فخری زاده د ایران د دفاعی څېړنو مشر او وتلی ایټمي ساینس پوه و چي د نوومبر پر ۱۷ د تهران په څنډو کې په یو ټروریستي برید کې په شهادت ورسېد.