اردوغان د لوستلي شعر په حساسیتونو نه و خبر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94774-اردوغان_د_لوستلي_شعر_په_حساسیتونو_نه_و_خبر
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو په اهمیت باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2020 02:10 Asia/Kabul
  • اردوغان د لوستلي شعر په حساسیتونو نه و خبر

د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو په اهمیت باندې ټینګار وکړ

د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو په اهمیت باندې ټینګار وکړ

د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو بیګا د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ په نزدې او دوستانه اړیکو او د انقرې د ښه ګاونډیتوب په پریکنده سیاست باندې ټینګار وکړ.

چاوش اوغلو په دوام کښې ډاډ ورکړ چې د ترکیې ولسمشر د ایران د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پوره احترام کوي او د لوستلي شعر په اړه حساسیتونو باندې هم خبر نه و او هغه یې یوازې د لاچین او قره باغ د ارتباط په هکله ګڼلې او په هم دې وجه یې د باکو په مراسمو کښې ویلې دی.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارووزیر هم د ایران او ترکیې د دوستانه اړیکو په اهمیت او د دواړو هیوادونو ترمینځ په موجود احترام او هم داشان د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو او د ترکیې د ولسمشر ترمینځ په صمیمانه اړیکو باندې په ټینګار سره هیله وښودله چې دوه اړخیزې اړیکې د متقابل اعتماد په برکت لا پراخې شي.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره پنجشنبه د آذربایجان جمهوریت په پلازمینې باکو کښې د قره باغ د جنګ د بریالیتوب په جشن کښې د (ارس رود) په اړه یو شعر ولوسته چې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ګڼل کیږي.