ایران له امریکا د کورونا واکسین نه اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94812-ایران_له_امریکا_د_کورونا_واکسین_نه_اخلي
ایرانس پریس خبري اژانس وايي د ایران له کورونا ویروس سره د مقابلې د کمیټۍ مشر مصطفی قانعي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د مخصوص انتقال او د الوتکې د نه لرلو په دلیل د فایزر (Pfizer)شرکت د واکسین له اخیستلو پښیمانه شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2020 10:08 Asia/Kabul
  • ایران له امریکا د کورونا  واکسین نه اخلي

ایرانس پریس خبري اژانس وايي د ایران له کورونا ویروس سره د مقابلې د کمیټۍ مشر مصطفی قانعي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د مخصوص انتقال او د الوتکې د نه لرلو په دلیل د فایزر (Pfizer)شرکت د واکسین له اخیستلو پښیمانه شوی دی .

هغه وویل ایران د امریکا د فایزر شرکت د واکسین د انتقال لپاره ضروري امکانات او الوتکه نلري او تهران ویلي دي چې له نورو واکسینونو به استفاده وکړي .

د ایران له کورونا ویروس سره د مقابلې د علمي کمیټۍ  مشر مصطفی قانعي ډاګینه کړه ایران کواکس نړیوال پروګرام ته ویلي دي چې په منفي اویا(۷۰) درجې کښې د واکسین د ساتلو امکانات نلري .