ايران د ترکيې په خلاف د امريکې بنديزونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94827-ايران_د_ترکيې_په_خلاف_د_امريکې_بنديزونه_وغندل
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ترکيې د دفاعي صنائعو په خلاف د امريکې يو اړخيز بنديزونه وغندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2020 08:08 Asia/Kabul
  • ايران د ترکيې په خلاف د امريکې بنديزونه وغندل

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ترکيې د دفاعي صنائعو په خلاف د امريکې يو اړخيز بنديزونه وغندل.

د امريکې د خزانې وزارت پرون وويل، د ترکيې دفاعي صنائع او د دفاعي صنائعو د مشر اسماعيل دمير په شمول د دغه هېواد څلور چارواکي بائيکاټ کړي دي.

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو په دې اړه وويل، د روسيې د وسلو  له روزوبورونکسپورټ شرکت سره په اګاهانه توګه د ملګرتيا او د اېس ۴۰۰ نومې توغنده اي دفاعي سېسټم د اخېستلو په وجه د کاتسا نومې قانون مطابق د ترکيې په خلاف بنديزونه ولګېدل.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف نن په يو ټوئيټ کښې اول ترجيج له ګاونډيانو سره هېش ټېګ په استعمالولو سره د امريکې د دغه يو اړخيز اقدام په غبرګون کښې يادونه وکړه: د امريکې د بائيکاټونوپه نشې او د نړيووالو حقوقو په سپکاوي سره يو ځل بيا ځان څرګند کړ.

هغه تاکيد وکړه، مونږ د ترکيې په خلاف د امريکې وروستي بنديزونه په سختۍ سره غندوو او د دغه هېواد د خلقو او حکومت ترڅنګه ټينګ ولاړ يوو.