د پارلېماني ملګرتياو په پراختيا د ايران او روسيې تاکيد
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد باقر قاليباف او د روسيې د دوما مشر وياچسلاو والودين په ټيلفوني خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو د پارلېماني ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې محمد باقر قاليباف په دغو خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو په سټراټيجکو تعلقاتو باندې په تاکيد سره وويل، ايران چمتووالے لري چې له روسيې سره پارلېماني تعلقات له مخکښې نه لا زيات کړي او د دواړو هېوادونو پارلېمانونه پکار دے په خپلو کښې د تعلقاتو په مضبوطولو او مستحکم کولو کښې خپل کردار ادا کړي.
وياچسلاو والودین هم په دغ خبرو اترو د روسيې د فيډريشن او د ايران د اسلامي جمهوريت د پارلېماني تعلقاتو په اهميت تاکيد وکړ او وې ويل: له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو د پارلېمانونو ترمېنځ د اوچتې سطحې پارلېماني ليدنې کتنې او خبرې اترې روانې دي او دغه بهير د فيمابين تعلقاتو په پراختيا او وده کښې مهمه ونډه لرلې ده.
هغه د ايران او روسيې تعلقات ځانګړي او سټراټيجک وبلل او زياته يې کړهد روسيې پارلېمان او حکومت چمتووالے لري چې د سياسي، پارلېماني، اقتصادي، کلتوري او سياحت د تعلقاتو د پراختيا او د همدارنګ د سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په اړه د ايران له اسلامي جمهوريت سره خپلو خبرو اترو او ملګرتياو ته دوام او پراختيا ورکړي.