د ایران پارلمان د اروپايي اتحادیې پریکړه لیک وغاند
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پارلمان د بشري حقوقو کمیټۍ د تهران پرخلاف د بشري حقوقو ضد د پریکړه لیک صادریدل د نړیوالو قوانینو پرخلاف وباله .
د ایران د اسلامي شورا د بشري حقوقو کمیټۍ د امریکا له اقتصادي ترهګرۍ سره د اروپا د پارلمان په ملګرتیا نیوکې سره ډاګینه کړه د اروپا د پارلمان نه اثبات شوي ادعګانې په بشري حقوقو کښې د اروپا لخوا په نورو هیوادونو باندې د خپلې ګرمې د اچولو د منسوخ شوي او د زاړه سیاست دوام دی او د نړۍ د ازادو او د خپلواکه ملتونو په عمومي افکارو کښې د اروپايي اتحادیې د بشري حقوقو د ادعاګانو د نورې بې اعتبارۍ سبب کیږي .
د ایران د اسلامي شورا د بشري حقوقو د کمیټۍ بیانیه زیاتوي د بشري حقوقو مقولې او په ایران اسلامي جمهوریت کښې مجرمانو ته د اروپا د پارلمان د خپلې خوښې او له تکبر څخه ډک کړچار د تنګ نظره سیاسي غرضو د پرمخ بیولو لپاره د بشري حقوقو له لوړو ارزښتونو او مفاهیمو ناوړه استفاده ده چې د دنیا د خپلواکه او د ازادو هیوادونو له نظره هیڅ ډول قانوني حیثیت او توجیه او وجاهت نلري .
د اروپا د پارلمان استازیو په تیرې پنجشنبې ورځ د ایران پرضد د پریکړه لیک په تصویبولو سره تهران په هغه څه چې د بشري حقوقو خلاف ورزۍ بلل شوي دي تورن کړ .
د اروپا د پارلمان استازیو په دغه پریکړه لیک کښې د روح الله زم په اعدامیدا نیوکه وکړه .