ایران د نړۍ په بازار کې د تیلو د پلور هڅه کوي
د ایران تیلو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ په بازار کې د تیلو د پلور لپاره، د امریکا د ظالمانه بندیزونو له دوام سره هڅه کوي.
د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار رنګنه د دوشنبې په شپه د روسیې له لومړي وزیر الیګزانډر نوواک سره د لیدنې په څنګ کې خبریالانو ته وویل: له روسیې سره په همکارۍ د ایراني تیلو د پلور په څرنګوالي بحث نه دی شوی.
نامدار زنگنه، چې د نفتو په نړیوال بازار کې د وضعیت د ارزونې لپاره ماسکو ته تللی دی ، له روسي چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه وویل: "روسیه په وروستیو کلونو کې د تیلو په بازار کې د تهران او مسکو تر منځ جدي همکارۍ ته په کتو ، د نفتو د نړیوال بازار په ثبات کې پرېکنده رول لوبولی دی." د اوپیک پلس په چوکاټ کې د روسیې چارواکو سره په غونډه کې یوه مشورتي ناسته وشوه چې د دواړو خواو نظریات له یو بل سره نږدې دي.