ظریف: افغانستان د دموکراسۍ په ډګر کې لوی ګامونه اخیستي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي: "افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د دیموکراسۍ ، بشري حقونو ، د ښځو حقونو او د لږه کیو حقونو په برخو کې لوی ګامونه اخیستي دي."
د ایران د بهرنیو چارو محمد جواد ظریف د افغانستان طلوع نیوز خبري چینل سره په مرکه کې زیاته کړه: د خپل برخلیک په ټاکلو کې د افغانانو برخه اخیستنه یو حقیقت دی چې باید وپیژندل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: ایران له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د «قانوني او حساب شوي» وتلو باندې باوري دی، او دا کار باید د خلکو د غوښتنې پر بنسټ او کورنیو ځواکونو ته په سپارل شوې مسولیت ترسره شي.
جواد ظریف وویل: افغانستان یو خپلواکه او د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو لرونکی هېواد ګڼو چې د ډموکراسۍ، د خلکو حقونو، د ښځو حقونو او د لږکیو د حقونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي. په افغانستان کې د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو ګډون یو واقعیت دی او باید دا واقعیت په رسمیت وپېژنو. دا هغه څه دي چې رامنځته شوي دي، موږ تل په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف یوو.»