ایران ۲۰۰ میلیون یورو د کرونا واکسن اخیستو ته ځانګړې کړې
د ایران د مرکزي بانک مشر بیګا د کرونا واکسن د ۱۶ میلیون او ۸ لکه ډوزونو د پیرلو لپاره د ۲۰۰ میلیونه یورو د بیلولو خبر ورکړ.
د ایران د مرکزي بانک مشر بیګا د کرونا واکسن د ۱۶ میلیون او ۸ لکه ډوزونو د پیرلو لپاره د ۲۰۰ میلیونه یورو د بیلولو خبر ورکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې عبد الناصر همتي بیګا د ایران د ټیلیویژن د وړومبي چینل په پروګرام مکښې له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د ایران د درملیز سټاف د زحمتونو په قدرونې سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت مرکزي بانک نن د روغتیا وزارت په ملګرتیا سره وتوانیده چې د کرونا واکسن د ۱۶.۸ میلیون ډوز د واردولو لپاره د اړتیا وړ مالي سرچینې د روغتیا د نړیوال سازمان حساب ته حواله کړي.
ښاغلي همتي د ایران خلاف د امریکې ظالمانه بندیزونو او کارړنګونو ته چې د ایران د خلکو د اړتیا وړ درمل او طبي شیان یې هم په نښه کړې دي، اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د واکسن اخیستو لپاره دغه ۲۰۰ میلیون یورو له یوې نوې لارې یعنې د ترکیې، اروپا او په نړیوالو چارو کښې د ایران د یو بانک په شمول د دریو بانکونو له لارې لیږدول شوې دي.
همتي په دې خبرې سره چې امریکې د ایران په تیلو، پټروکیمیکل او فولادو باندې په بشپړه توګه بندیز لګولې او د نړۍ په هرې سیمې کښې یې د ایران د مرکزي بانک پیسي بلاک او کنګل کړې دي او د رایستلو اجازه یې نه ورکوي، زیاته کړه: په ایران کښې د مختلفو برخو پوره کوشش دا دی چې د امریکې له ظالمانه بندیزونو په ځان غړولو سره درمل او طبي تجهیزات واخلي.