امیر صباحي فرد:
د ایران دافع هوا مشقونه له ګواښونو سره سم دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د دافع هوا ځواک قومندان وویل چې د دغه ځواک مانورې او پوځي مشقونه له ګواښونو سره سم او د ځواب ورکونې په توان پوره دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د دافع هوا ځواک قومندان وویل چې د دغه ځواک مانورې او پوځي مشقونه له ګواښونو سره سم او د ځواب ورکونې په توان پوره دي.
جنرال علیرضا صباحي فرد پرون د شهیدا ستاري دافع هوا ډلې او د هغې د توغندوي یونټونو په کتنه کښې زیاته کړه: د دافع هوا ځواک پرله پسې او کامیاب پوځي مشقونه له موجوده ګواښونو او ورته له ځواب ورکولو سره متناسب دي او وجه یې په وړومبیتوب کښې د دافع هوا د راوستلو اصل ته پاملرنه ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دافع هوا ځواک قومندان هم داشان د دفاعي تجهیزاتو په ساتنې او استعمالولو کښې د ماډرن پوهې په کارولو او د هغو د موثرو علمي او سټراټیجکو رودو په اعمالولو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه چې په دې کار سره به د دغو وسلو او سازوسامان عملیاتي توان لازیات شي.