د ایران، افغانستان ته د ۱۰۲ ملیارد ډالرو صادرات
Dec 27, 2020 10:26 Asia/Kabul
په تیرو اته میاشتو کې ۱۰۲ میلیارد ډالرو محصولات له ایران څخه افغانستان ته صادر شوې دي.
د ایران د ګمرک د شمېر پر اساس له تیرو اته میاشتو څخه تر اوسه له ۱۷۷.۷ زره ټن څخه زیات د ۷۲.۶ میلیون ډالرو ارزښت لرونکې اوسپنه او فولاد افغانستان ته صادر شوې ده چې د هر ټن اوسط نرخ تر ۴۰۸ ډالرو دی.
همدارنګه، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د غیر تیلو توکو صادراتو پورې اړوند جدولونه ښایې چې په دې موده کې له یوېشت ملیون ډالرو څخه ډیر ارزښت لرونکي اوسوه اته نوې زره ټنه سپین سیمنټ دغه هیواد ته صادر شوي چې د هر ټن اوسط نرخ تر اوه ویشت ډالرو دی.
ټیګونه