پر ایران باندې د امریکا له بندیزونو د پاکستانۍ وزیرې نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95052-پر_ایران_باندې_د_امریکا_له_بندیزونو_د_پاکستانۍ_وزیرې_نیوکې
د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیری وویل: پر ایران باندې د امریکا له خوا یو اړخیز لګول شوي بندیزونه د بشري حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2020 03:53 Asia/Kabul
  • پر ایران باندې د امریکا له بندیزونو د پاکستانۍ وزیرې نیوکې

د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیری وویل: پر ایران باندې د امریکا له خوا یو اړخیز لګول شوي بندیزونه د بشري حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیری زبیده جلال خان خبریالانو ته وویل: د کرونا وایروس د خپراوي سره سره پر ایران باندې د امریکا له خوا لګول شوي ظالمانه بندیزونه د بشري حقوقو له قوانینو څخه ښکاره خلافورزي ده.

هغې د امریکا د غیر انساني بندیزونو په وړاندې د ایراني ولس د مقاومت په ستایلو سره زیاته کړه: د ګواښونو او بندیزونو سره سره بیا هم د ایران اسلامي جمهوریت پرمختګ دوام کړی.

زبیده جلال خان د دواړو هیوادونو تر مینځ په دفاعي، اقتصادي او سرحدي چارو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.