له سیمي تېښته، د امریکایي ترهګرو د خلاصون یواځینې لاره
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95054-له_سیمي_تېښته_د_امریکایي_ترهګرو_د_خلاصون_یواځینې_لاره
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیتې مرستیال وویل: د سیمي څخه تېښته د امریکا د نجات یواځینۍ لاره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2020 04:01 Asia/Kabul
  • له سیمي تېښته، د امریکایي ترهګرو د خلاصون یواځینې لاره

د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیتې مرستیال وویل: د سیمي څخه تېښته د امریکا د نجات یواځینۍ لاره ده.

د ایران په اسلامي شورا کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیتې مرستیال  عباس مقتدایی ایران په سیمه کې د امریکایي ځواکونو خوځښتونو ته په غبرګون کې ایران پرس سره په خپله مرکه کې وویل: ایران د سترو دفاعی وړتیاو په لرلو سره د امریکا له نظامي سازوسامان څخه د ویري پرته په سیمه کې ستر رول لوبوي.

هغه زیاته کړه: فارس خلیج د نړیوالو له خوا استعمالیږي، په اصل کې د هغو هیوادونو پوري اړه لري چي د فارس خلیج په څند کې پراته دي، خو امریکا غواړي دلته خپلي اډې ولري.

مقتدایی وویل: د فارس خلیج په سیمه کې د یو خپلواک هیواد په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت حضور د دې سبب شوي چي امریکایانو په خپلو زیاته غواړو موخو ته نه ورسیږي.

د ایران په اسلامي شورا کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیتې مرستیال څرګنده کړه چي ایران د لوړو دفاعي وړتیاو د امله په یوه ناامنه سیمه کې له امنیت څخه برخمن شوی چي دغه موضوع د امریکایانو نه خوښیږي.

امریکا تېره اوونۍ یوه ایټمي اوبتل یو اس اس جورجیا د فارس خلیج ته راوست.