د افغانستان د شخړو حل لاره سیاسي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95064-د_افغانستان_د_شخړو_حل_لاره_سیاسي_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي وویل: د افغانستان د لانجې او کړکېچونو حل لاره سیاسي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2020 10:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان د شخړو حل لاره سیاسي ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي وویل: د افغانستان د لانجې او کړکېچونو حل لاره سیاسي ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د تیرې اونۍ غونډې ته په اشارې سره، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوې سعید خطیب زاده نن له خبریالانو سره په مجازي خبري ناسته کې وویل: "د افغانستان د شخړو او کړکیچونو حل لاره سیاسي ده." او په هغه هیواد کې د امریکې بې ثباته شتون ته په کتو سره، ایران ټولو افغان ډلو ته د هر اړخيزو خبرو اترو بلنه ورکوي.
خطیب زاده په برجام کې د باقي پاتې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تیرې اونۍ غونډې په اړه وویل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د برجام د بلې خوا په ژمنو ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي تیره شپه تهران ته د یوه عراقي پلاوي د سفر په اړه وویل: "د عراق د لومړي وزیر سلاکار د ایران د اسلامي جمهوریت په بلنه تهران ته راغلی او په سیمه کې یې د وروستیو پرمختګونو په اړه مشورې کړې دي."