د قواؤ ترمینځ یووالې او پیوستون بنیادي ضرورت دی
د ایران د قضائیه قوې مشر وویل: نن سبا د هیواد د درې واړو قواؤ او ټولو حاکمیتي ارګانونو ترمینځ وحدت او پیوستون یو ضرورت او بنیادي سټراټیجي ده.
حجتالاسلام « سید ابراهیم رئیسي» پرون د ایران په اسلامي شورا کښې د هیواد د درې واړو قواؤ د مشرانو د غونډې په پاې کښې زیاته کړه: د امریکې د ظالمانه بندیزونو له امله د رامینځته شویو اقتصادي دباؤنو په وړاندې به دریدنې او مقاومت سره د ایران د خلکو هیله د خپلو ټولو مسئولانو ترمینځ غږملتیا، ملګرتیا او یووالې دی.
ښاغلي رئیسي څرګنده کړه: د معیشتي ستونزو ختمول او د کرونا مسئله د خلکو دوه جدي مشکلات دي چې پکار دي د ټولو ادارو په ملګرتیا سره هوار شي.
د ایران د قضائیه قوې مشر هم داشان د مرغومي د نهمې نیټې او د هغه څه په یادولو سره چې خلکو په دغې فتنې کښې د دښمن پیژندنې او ورسره د مقابلې په لړ کښې وکړل، دغه انقلابي خوځښت او د بصیرت او له ولایت سره د میثاق په ورځ د هغوي د شتون قدرونه وکړه.