د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو.
امریکا او جنوبي کوریا وویل د یوه(۱) پوځي رسم ګذشت یا پریډ لپاره چې هیله کیږي راتلونکي میاشت وشي د شمالي کوریا خوځښتونه ترڅارنې لاندې لرو .
د سوریې چارواکو د روسیې له مقاماتو سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل هیواد ته د بشپړه امنیت او ثبات ورستنیدل د ترکیې او د امریکا د نیواکګرۍ له ختمیدا سره تړلي دي .
اطلاعات ورځپاڼه لیکي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس غړي په رایو اچولو کښې بریالي شول په څه د پاسه دریمه (۳) برخه موافقو رایو سره د دفاعي پوځي بودجې د لایحې د تصویبیدا د مخه نیولو لپاره د ولسمشر ټرمپ ویټو باطله کړي .
د بحرین خلکو د ملي وفاق ګوند د مشر شیخ علي سلمان د نیول کیدا د شپږمې (۶) کلیزې په مناسبت د ال خلیفه رژيم پرضد پراخې مظاهرې وکړې او د هغه د خوشي کیدا غوښتنه یې وکړه .
د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د هیواد د سولې په بهیر کښې له ایران اسلامي جمهوریت سره د ملګرتیا خبر ورکړ .
فرانسې په رسمي ډول په لیبیا کښې د اوربند د موافقې د اجرا او د خارجي عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر وویل د یمن ملت د جنایتکارانو او د نیواکګرانو په وړاندې د بریالیتوب له تحقق ، له عزت څخه ډک ژوند او د ملي واکمنۍ له ساتلو پرته بله لاره نلري .
اطلاعات ورځپاڼه زیاتوي د عراق قضايي محکمې وویل د شهید سردار قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدي المهندس د ټرور د جنایت په هکله تحقیقات پرمختللي پړاونو ته رسیدلي دي .
په داسې حال کښې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اسرائیلو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د انقرې د ګروهنې خبر ورکړی و الشرق الاوسط ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې وویل اسرائیلو د ترکیې نوښت ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او له انقرې سره د اړیکو ښه کیدل یې د فلسطین له حماس غورځنګ څخه د ترکیې د ملاتړ له غوڅولو سره مشروطه کړي دي .
اطلاعات ورځپاڼه مخکي لیکي د فلسطین د قدس غونډ ویاند په غزې تړانګې کښې د فلسطیني ډلو د لومړې(۱) ګډې مانورې د پیلیدا خبر ورکړ او هغه یې د فلسطیني ډلو د اتحاد نښه وبلله او له صهیونیسټ رژيم سره هر جنګ ته د ورننوتلو لپاره یې په مقاومت او چمتووالي ټینګار وکړ .
د عراق د الحشد الشعبي ځواکونو د «سامرا »جنوب ته د نفوذ لپاره د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو هڅه شنډه کړه .
په سوریې کښې له ترکیې سره د غږمله ملیشا ځواکونو او د کرد عناصرو ترمینځ له جګړې وروسته د روسیې پولیس د «عین عیسی» ښار په خوا کښې دیره شول .
د افغانستان دفاع وزارت وویل په هلمند ولایت باندې د پوځ په هوايي برید کښې د القاعده ترهګرې ډلې یولس (۱۱) او د طالبانو ډلې دوه (۲)قومندانان هلاک شوي دي .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د تهران چاپ د همشهري ورځپاڼې مهم سرټکي ولولو .
()
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان باندې د درې زره (۳۰۰۰) هدایت شویو بمونو له خرڅولو سره موافقت وکړ .
د ترکیې د کورنۍ د کار او د ټولنیزو خدماتو وزارت د هیواد د خلکو د تنخواګانو د یویشت (۲۱)اعشاریه شپږپنځوس (۵۶) فیصده د زیاتولو خبر ورکړ .
اوس په ترکیې کښې د حکومتي کارکونکو میاشتنی معاش کابو درې سوه اتیا(۳۸۰) ډالر اعلان شوی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ بالاخره د کورونا ویروس د نهه سوه (۹۰۰) میلیارډه ډالره د مالي مرستو لایحه لاسلیک کړه او د حکومت د چټي کیدا مخه یې ونیوله .
همهشري ورځپاڼه لیکي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې وايي له اسرائیلو سره د اړیکو د ښه کولو ګروهنه لري د دواړو لورو ترمینځ استخباراتي تعاملات روان دي خو هغه د فلسطین د خلکو په وړانډې د اسرائیلو په سیاست نیوکه کړي ده او هغه یې د نه منلو وړ چاره بللي ده .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وویل ماسکو به د امریکا نویو بندیزونو ته ځواب ورکړي او زیاته یې کړه د امریکا دغه بندیزونه په نړیوالو بازارونو کښې د خپلو سیالانو د کمزوري کولو لپاره د واشنګټن سټراټيژۍ منعسکوي او د داسې رودو غوره کول دي چې غیر قانوني دي او د تجارت د نړیوالې موسسې ډبلیو ټي او(wto) د اصولو خلاف ورزۍ ده .
د لیبیا د پخواني دیکتاتور معمر قذافي لور «عایشه قذافي» وویل زه د خپل پلار په سپارښتنه بریالۍ شوي وم چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره یوځاې له خپل هیواد څخه ولاړمه شم او په الجزایر کښې پناه واخلم .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د کابل چاپ د ورځپاڼو مهم سرټکي وګورو .
()
مسیر ورځپاڼې په «حيرتانو » بندر کې د رشوت اخیستو پرمهال د مشرانو جرګې د دریو غړيو نیول کېدل ښه اقدام بللی خو ټینګار یې کړی، چې تر دې وړاندې هم ځینې چارواکي په فساد کې د لاس لرلو په تور نیول شوي خو سزا نه ده ورکړل شوې.
خو لیکوال د فساد دا قضیه یو (1)شعار او کمپاین یاد کړی.
لیکوال یو شمېر دلایل لیکلي، چې همدا اوس هم د ملي شورا د ځینو غړو په ګډون ګڼ شمېر برحاله حکومتي چارواکي د فساد او بډو اخیستو اړوند په لویو قضیو کې ښکېل دي خو په وینا یې حکومت بیا په دې برخه کې دوه (2)ګونی چلند کوي.
ورځپاڼې ادعا کړې چې حکومت د دغو سناتورانو دوسیې ځکه رسنیزې کړې څو له نړیوالو دباونو ځان خلاص کړي او مرستې را جلب کړي.
لیکوال ټینګار کړی چې د حکومت له دا ډول تکراري ژمنو خلک ستړي شوي او په وینا یې حکومت باید له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي او کوټلي ګامونه پورته کړي.
()
هشت صبح ورځپاڼې هم د فساد په تور د دریو (3)سناتورانو د نیول کېدو په موضوع لېکنه کړې ده.
وړاندې راغلي چې د افغانستان په جزا کوډ کې رشوت اخیستونکي او رشوت ورکوونکي دواړه مجرمان بلل شوي او دواړو ته سزا ټاکل شوې خو د لیکوال په وینا په خواشینۍ سره چې په دغه قضیه کې د هغو کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي کوم چې دغو سناتورانو ته د څلویښت زره(40000) ډالره رشوت وړاندیز کړی وو.
سرمقاله کې ټینګار شوی اړتیا ده څو هغه کسان هم عدلي او قضایې ارګانونو ته معرفي شي کوم چې په دې قضیه کې همکاري کړې او ورته یي زمینه برابره کړې ده.
()
هېواد دولتي ورځپاڼې د هدفي وژنو په اړه په ملي او نړيواله کچه اندېښنو ته اشاره کړې او لیکلي یي دِ چې په افغانستان کې وروستيو هدفي وژنو نه يوازې د سولې بهير تر نيوکو لاندې راوستى بلکې د رسنيو، مدني ټولنې او بشري حقونو فعالينو او دغه راز د ملت د سر سړيو فعاليتونه او د کار ساحه يې هم تنګه کړې ده.
وړاندې د اروپايي ټولنې او امريکا د استازو وروستۍ څرکندونې را اخیستل شوي چې د افغانستان د ژورنالېستانو د حملو له عاملانو سره د حساب او د محاکمې غوښتنه یي کړي ده .
ورځپاڼې ټینګار کړی چې ترڅو چې نړيواله ټولنه له خپل ستر فشار کار وانه خلي او د ترهګرۍ او د اورپکۍ(سرزورۍ) د ځالو له منځه وړلو او د تمويل سرچينو بندولو ته په جدي توګه مخه نه کړي نو وېره ده، چې دغه حالت به سيمه او نړۍ هم وګواښي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو تل تر تل اباد او خوشحاله وسئ .