له ايران سره په فني او فوځي ملګرتيا د روسيې تاکيد
(last modified Wed, 30 Dec 2020 11:49:15 GMT )
Dec 30, 2020 16:19 Asia/Kabul
  • له ايران سره په فني او فوځي ملګرتيا د روسيې تاکيد

د امريکې د سخت مخالفت باوجود د څلور جمع يو ډلې د يو مهم غړي په توګهه روسيې تل د ايران د وسلو د بنديزونو د لغو کېدو په شمول د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د مفادو د اجرا په لازموالي تاکيد کړے دے.

د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف پرون د ايران او روسيې د فني او فوځي ملګرتياو د پراختيا تاکيد وکړ او وې ويل: «په فني او فوځي برخه کښې له ايران سره د ملګرتيا لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا هيڅ ډوله محدوديت موجود نه دے او دواړه هېوادونه پوره حق لري چې په دې ډګر کښې له يوبل سره ملګرتيا وکړي.» د روسيې د ډېپلومېسي ادارې دغه مشر زياته کړه، « د ايران له اسلامي جمهوريت سره په فني او فوځي ملګرتيا کښې چې بې له شکه د خپلې دفاعي توانمنۍ د پوره کولو حق لري روسيه په خپلو نړيوالو ژمنو پوره پابنده ده او د سيمې د ثبات او امنيت د ساتنې له ترجيح څخه پېروي وي.»

له ايران سره د فوځي ملګرتيا په زمينه کښې د روسيې دريځ له دوو اړخو اهميت لري. وړومبے دا چې روسيه د امريکې د يو سيال نړيوال قوت په توګه تل يې د امريکې په يو اړخيز پالونکو سياستونو چې يوازې د واشنګټن د ګټو او اهدافو په بنياد غوره او اجرا شوي دي نيوکه کړې ده. د دې چارې يوه نمونه د ايران د وسلو د بنديزونو د دوام د ضرورت په زمينه کښې د ټرمپ د حکومت زورويونکے او غېر منطقي دريځ دے. واشنګټن د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره د ۲۰۱۹ کال له مېنځنيو وختونو څخه پراخه نفسياتي جنګ شروع کړے دے. د دغه هېواد خارجه وزير مائک پومپئو په ځلونو ادعا کړې ده چې د ايران د وسلو د بنديزونو خاتمه به په سيمه کښې  د وسلو د مقابلې د رامنځته کېدو ، د ايران او د هغه د انډيوالانو د سيمه ايز قوت د زياتېدو او د صهيونېسټ رژيم د امنيت په خطر کښې پرېوتو سبب شي.

د ټرمپ حکومت همدارنګ خپلې هلې ځلې د واشنګټن د دغې غوښتنې د پوره کېدو لپاره د ملګرو ملتو د امنيت  شورا د غړيو په راضي کولو متمرکزې کړې او د امنيت شورا ته يې د پرېکړليک مسوده وړاندې کړه او د ايران د وسلو د بائيکاټ د جاري ساتلو غوښتونکے شو، خو د امنيت د شورا له پينځلسو غړيو څخه ديارلسو غړيو ورسره مخالفت وکړ. د ټرمپ حکومت له دغې سترګې ناکامۍ وروسته کوشش وکړ  چې په دې ادعا سره چې اوس هم د برجام غړے دے او د ايران لخوا د برجام د بنيادي خلاف ورزۍ په بهانه د ايران په خلاف نړيوال بنديزونه راستانه کړي. خود  امنيت شورا بالاخره له دغو کوششونو سره مخالفت وکړ. خو د ټرمپ حکومت په يو اړخيزه توګه ادعا وکړه چې دغه بائيکاټونه د ۲۰۲۰ کال د ستمبر له شلمې نه يو ځل بيا اجرا شوي دي، يو داسې ادعا چې له نړيوالې بې پامۍ سره مخامخ شوې ده.

دويمه مسئله دا ده چې په بنيادي توګه هيڅ دريم هېواد د حاکميت لرونکو هېوادونو په دوو اړخيزو تعلقاتو کښې د مداخلت حق او صلاحيت نه لري. په دا ډول روسيه او ايران د خپلو ګټو او اهدافو په چوکاټ کښې دا حق لري چې فوځي او وسله ايز روابط سره ولري.

د روسيې د کارپېژاندي ايګور کوروتچنکو په قول د نړيوالو قوانين له مخې له ايران سره د وسلو د ملګرتياو په اړه هيڅ ممنوعيت نشته او روسيه په دې مهمې چارې تاکيد لري.

واشنګټن ادعا کړې وه چې روسه غواړي د وسلو د بائيکاټ له ختمېدو نه پس په ايران وسلې خرڅې کړي. دغه ادعا په حقيقت کښې د وسلو له واردولو سره د تهران د وابسته ښودلو په هدف سره مطرح شوې وه. په داسې حال کښې چې ايران په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د وسلو له مختلفو بائيکاټونو سره د مخامخېدنې په وجه د چارې لار په کورنۍ خودکفائۍ کښې وګڼله او د مختلفو وسلو د جوړولو او پراختيا په زمينه کښې يې يو لړ ستر ګامونه اوچت کړې شوي دي.

----------------

 

ټیګونه