په تهران کې د سردار سلیماني د شهادت د کلیزي پیلېدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95141-په_تهران_کې_د_سردار_سلیماني_د_شهادت_د_کلیزي_پیلېدا
د سردار قاسم سلیمانی او ابومهدی المهندس او د هغوی د ملګرو د شهادت د لومړۍ کلیزي مراسم د تهران په پوهنتون کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان او ځینې نور جګپورو چارواکو په حضور سره پیل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2021 09:55 Asia/Kabul
  • په تهران کې د سردار سلیماني د شهادت د کلیزي پیلېدا

د سردار قاسم سلیمانی او ابومهدی المهندس او د هغوی د ملګرو د شهادت د لومړۍ کلیزي مراسم د تهران په پوهنتون کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان او ځینې نور جګپورو چارواکو په حضور سره پیل شو.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیماني او د عراق د حشد الشعبي د ولسي ځواکونو د رئیس نایب ابومهدی المهندس د اتو تنو سره د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د میاشتي پر دریمه د بغداد هوایي میدان ته څېرمه د امریکایي ټروریستي ځواکونو په هوایي برید کې په شهادت ورسېدل.

زموږ د خبریال د راپور سره سم، د کرونا وایروس خپراوی ته په کتو سره د روغتیایي سپارښتنو سره سم د سردار قاسم سلیمانی د شهادت کلیزه د ولسي حضور پرته یواځې د ځینو داخلي او بهرني چارواکو او د شهیدانو د کورنیو په شتون سره لمانځل کیږي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان اسماعیل قاآنی نن په دغه مراسمو کې د دې په بیانولو سره چي شهید سلیمانی د مقاومت زړه ور او تکړه سړی و خو اول یې د خپل نفس سره مبارزه وکړه او بیا میدان ته ور ودانګل، زیاته کړه: سردار سلیمانی هم د ایران د ولس، هم د اسلامي امت او هم د استکبار په وړاندې د مبارزینو اتل و.

جنرال قاآنی وویل: د جګړې په میدان کې د شهید سلیمانی د زره وړتیاو او داسي نورو مسالو په اړه زیاتي خبرې شوي خو د هغه یو تر ټولو لویه ځانګړتیا دا وه چي لومړۍ به یې د منطق ژبه کاروله او استدلال به یې وړاندې کول خو کله چي به مقابل لوري په منطق او استدلال نه پوهېدل نو بیا یې ورسره سخت چلند کول.