نړیوال قدرتونه د ایران کمزورې کول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95181-نړیوال_قدرتونه_د_ایران_کمزورې_کول_غواړي
د ایران دفاع وزیر وویل: له سیمې بهر قدرتونه د ایران د کمزورې کولو په تکل کښې دي خو په دې کار کښې یې تل ماتې خوړلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2021 04:31 Asia/Kabul
  • نړیوال قدرتونه د ایران کمزورې کول غواړي

د ایران دفاع وزیر وویل: له سیمې بهر قدرتونه د ایران د کمزورې کولو په تکل کښې دي خو په دې کار کښې یې تل ماتې خوړلې ده.

د ایران دفاع وزیر وویل: له سیمې بهر قدرتونه د ایران د کمزورې کولو په تکل کښې دي خو په دې کار کښې یې تل ماتې خوړلې ده.

جنرال امیر حاتمي تیر ماښام د سردار قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په دستورو کښې وویل: شک نشته چې نن سبا د ایران موقعیت له تیرو څو لسیزو راهیسې بې مخینې دی، داسې موقعیت چې د اسلامي انقلاب په دوران کښې رامینځته شوې او بې سارې او غوره دی او د دې موقعیت یوه برخه جغرافیايي ده.

جنرال حاتمي د ایران د سټراټیجک موقعیت په هکله زیاته کړه: دا چې دښمنان وايي د ایران اسلامي جمهوریت دې په سیمه کښې خپل شتون کم کړي، په هغو ګټو کښې د تضاد له امله دي چې نور یې په دې سیمه کښې لټوي.

د ایران دفاع وزیر د سټراټیجک فکر او پلاننګ، سټراټیجکو وسلو او سټراټیجکې ژورتیا لرل د ایران د اسلامي جمهوریت له کړنلارو څخه وبلل.