د سردار سلیماني ټرور د پلان شوې حکومتي ترهګرۍ مصداق دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95206-د_سردار_سلیماني_ټرور_د_پلان_شوې_حکومتي_ترهګرۍ_مصداق_دی
د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکې له خوا د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني وژله د پلان شوې دولتي ترهګرۍ مصداق، د عراق د ملي واکمنۍ او خپلواکۍ او هم داشان د ایران د واکمنۍ څرګنده خلاف ورزي وبلله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 05, 2021 05:26 Asia/Kabul
  • د سردار سلیماني ټرور د پلان شوې حکومتي ترهګرۍ مصداق دی

د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکې له خوا د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني وژله د پلان شوې دولتي ترهګرۍ مصداق، د عراق د ملي واکمنۍ او خپلواکۍ او هم داشان د ایران د واکمنۍ څرګنده خلاف ورزي وبلله.

محمد باقر قالیباف د نړۍ د یوشمیر هیوادونو د پارلیمانونو مشرانو، د بین المجالس اتحادیې مشر، د آسیايي او اسلامي پارلیمانونو د ټولنې مشرانو او هم داشان د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په هغه لیک کښې چې پرون خپور شو، څرګنده کړه: د امریکې حکومت د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه په یو پلان شوي او هدفمند ترهګر اقدام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت یو جګ پوړې قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه ملګري د بغداد د نړیوال هوايي ډګر په غیرپوځي ساحه کښې په توغندوي برید کښې شهیدان کړل.

د ایران د اسلامي شورا مشر دې ټکي ته په اشارې سره چې عراق ته د جنرال سلیماني سفر د دغه هیواد د حکومت په بلنه شوی و، څرګنده کړه: د اسلامي ایران دغه جګ پوړي پوځي چارواکي په دې وروستیو کلونو کښې د ایران د ترټولو ستر پوځي صلاحکار په توګه د عراق د وسله والو ځواکونو او حکومت ترڅنګ، په دغه هیواد کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې یو مهم رول په غاړه درلود.

ښاغلي قالیباف د سردار سلیماني وژله د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو کنونشنونو خلاف وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه ترهګر اقدام له ترهګرۍ سره د مبارزې، په نړیوالو مناسباتو کښې د قانون د واکمنۍ او د سیمې د امنیت او کرارۍ لپاره د نړیوالې ټولنې هلوځلو ته سخت تاوان ورسوه او نړیواله صلحه او امنیت یې په جدي توګه په خطر کښې اچولې ده.

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر په دغه لیک کښې د امریکې د حکومت د ترهګر ا قدام په غندلو سره د دا ډول ترهګرو غمیزو د تکراریدو د مخنیوي لپاره د نړۍ د هیوادونو د پارلیمانونو او د نړیوالې ټولنې د هلوځلو په ضرورت ټینګار وکړ.