د شل فیصده یورانیمو پخول به د ایران مقام پیاوړی کړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل د شل (۲۰) فیصده په اندازه د یورانیمو د کار پیلیدل به له ژمنه ماتونکو هیوادونو سره په مقابلې کښې د ایران مقام قوي او قدرتمن کړي او د قانون ماتونکو هیوادونو لګښت به زیات کړي .
هغه نن وویل د ژمنې د ماتولو او د وخت د ضایع وخت پړاو تیر شوی دی او د بایکاټونو د بې اغیزه کولو او د قدرت په تولیدولو سره د ظالمانه بایکاټونو ماتول د ایران په اجنډا کښې شامل دي .
دغه راز د دفاعي صنایعو په برخه کښې د ایران د ټولو قوا د مشر سلاکار برید جنرال حسین دهقان د قم په فردو اټومي مرکز کښې د شل (۲۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو پخول په اټومي تړون کښې د تهران د مقابل لوري ژمنې ماتولو ته لږ ترلږه غبرګون وباله .
هغه وویل د شل (۲۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو د پخولو د کار په پیلولو کښې د ایران اقدام د مقابل لورو د ژمنو خلاف ورزیو ته لږ تر لږه غبرګون دی او د اټومي وسلو د پراختیا او دبندیز د تړون این پي ټي (npt) پراساس د ایران اسلامي جمهوریت له شل (۲۰) فیصده اندازې څخه په لوړه سویه د یورانیمو د پخولو لپاره هیڅ محدودیت نلري .