د امریکې د خلکو د حقوقو خوندي کول د واشنګټن دنده ده
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو کمیټې په امریکا کښې د معترضانو د حقوقو له ضایع کیدو د سختې اندیښنې په ښودلو سره ټینګار وکړ چې د امریکايي ښاریزو د حقوقو ساتنه د هرې هغې ډلې او بهیر ذمه واري ده چې د واشنګټن واک یې په لاس کښې دی

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې په بیانیه کښې راغلي دي، کومې پیښې چې په واشنګټن کښې وشوې ټولو ته یې ثابته کړه چې د امریکې زوال نه یوازې یو حقیقت دی بلکې نابودي، د امریکې د سست بنسټه او غاوره رژيم حقیقي برخلیک دی او حتی د ایټم بم او د B-52 الوتکو او ډالرو قدرت هم د امریکې د مستکبر رژیم د زوال چټکتیا نه شي کمولې
د دې خبرپاڼې په دوام کښې راغلي دي: منصفو او بې پلوه څارونکو د امریکې د خلکو د حقوقو د چخڼي کیدو په وړاندې د ملګرو ملتو د سرمنشي او د دغه سازمان د بشري حقوقو د لوړ کمشنر چپتیا، د بشري حقوقو خلاف ورزي کونکو ته شنه اشاره بللې او له هغوي غواړي چې د امریکې د خلکو حقوقو دې له دې زیات په دغه هیواد کښې د قدرت د خاوندانو له ګټو نه ځاروي.