د ایران او پاکستان ترمینځه د ګازو پایپ لاین بشپړولو ته اړتیا
په پاکستان کې د ایران سفیر له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د انتقال طرحه د دواړو هیوادونو لپاره د ګډې ګټې لامل ګڼلۍ او د دې پروژې د بشپړیدو پر اړتیا یې ټینګار کړی.
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید محمد علي حسیني له جیو نیوز Geo News خبري چینل سره په مرکه کې وویل: ایران سره د سختونو اقتصادي بندیزونو بیا هم د ګازو په ګډې پروژې کې د خپلې برخې کار ترسره کړۍ دی.
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په دوام کې دې ته په اشارې سره چې ایران، د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د جو بایډن په بریالۍ نه خوشحاله دی او نه اندیښمن، زیاته کړه: د امریکې د نوې ادارې چلند او کړنې د مخ له بدلولو زیات د تهران لپاره ډیر اهمیت لري، او بایډن باید لومړی د ډونالډ ټرمپ منفي پریکړو لخوا شوي زیان ته خساره ورکړي.
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ټینګار وکړ: "د شهید سلیماني د وینې اصلي غچ په خپل ځای پاتې دی، او ایران په نړیواله کچه قانوني لارې تعقیبوي چې هدف یې د ټولو هغو عناصرو تعقیب او مجازات دی چې د ایران د ستر قوماندان په وژنه کې لاس لرلو."