ایران به د کرونا واکسن ډیر زر جوړ کړي
د ایران د روغتیا وزیر وویل: د کرونا واکسن د روغتیا له اصولو سره سم ډیر زر تامینیږي او د بهرني واکسن د اخیستو لپاره ضروري پيسې هم برابر شوې دي.
د ایران د روغتیا وزیر وویل: د کرونا واکسن د روغتیا له اصولو سره سم ډیر زر تامینیږي او د بهرني واکسن د اخیستو لپاره ضروري پيسې هم برابر شوې دي.
سعید نمکي نن په تهران کښې خبریالانو ته وویل: د کرونا واکسن د لګولو پروټوکولونه هم تدوین شوي دي او معلومه شوې چې کومو هدفو او زیانمنیدونکو ډلو ته باید تزریق شي.
هغه له کیوبا سره د ګډ واکسن د تولیدولو په هکله هم وویل: کیوبا د واکسن په جوړولو کښې یو پیاوړی هیواد دی او ایران له دې مخکښې د هیپاټایټس-بي واکسن په تولید کښې هم له دغه هیواد سره کامیابه ملګرتیا درلودلې وه.
ښاغلي نمکي زیاته کړه: د کرونا وایرس له امله رامینځته شویو ټولو دباؤنو او ستونزو سره سره، که څه هم د هر انسان مړینه دردونکې او غمجنونکې ده خو په ورځ کښې د مړو شمیر له سلو تنو کم شوی دی.