د بندیزونو له ختمولوپرته ایټمي موافقې ته د امریکابیرته ستنیداکلنګ اخستل دي
د ایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا مشر روښانه کړې ده ، اسلامی ایران په تیرو څه دپاسه څلویښتو کلونو کې ښودلې ده ، د هیواد دخپلواکۍ او ملي ګټو په باب خبرې اترې نه کوي او ددرستو دباؤنو او دړکو په وړاندې ئې کلک مقاومت کړی او دریدلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دبهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا مشر کمال خرازي او په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دڅارونکي پلاوي یوشمیر غړو ددې خبرې په کولو سره چېجامعه نړیواله ایټمی موافقه یو داسې نړیوال سند دی چې د څو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی دی او په طبیعي توګه درست لوري ورته باید ژمن شي، ټينګار کړی ، که اروپائي هیوادونه ګروهمن وي له امریکا پرته نړیواله ایټمی موافقه خپل لومړني وضعیّت ته وګرځي ، نو لومړۍ باید هغه ژمنې چې تر دې دمه ئې پرې عمل نه دی کړی ، پوره کړي او بندیزونه دې لیرې کړي .
کمال خرازي د ایران د سیمه ایز او توغندوي فعالیتونو پشمولد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په باب دخبرواترو په باب دځينو امریکایانو د ادعا په باب هم وئيلي دي،دغه مطلبونه،یو ډول کلنګ اخستل دي، ځکه چې نړیواله ایټمي موافقه یو مشخص او پریکنده سند دی او چوکاټ ئې هم معلوم دی او د ایران له سیمه ایزو فعالیتونو او توغندوي اقداماتو سره هیڅ ارتباط نه لري .
د ایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا مشر روښانه کړې ده ،اسلامی ایران په تیرو څه دپاسه څلویښتو کلونو کېښودلې ده ،د هیواد دخپلواکۍ او ملي ګټو په باب خبرې اترې نه کوي او ددرستو دباؤنو او دړکو په وړاندې ئې کلک مقاومت کړی او دریدلی دی .