ددښمنانو هرډول واړه تیروتنه به له غاښ ماتونکي ځوب سره مخ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95492-ددښمنانو_هرډول_واړه_تیروتنه_به_له_غاښ_ماتونکي_ځوب_سره_مخ_شي
د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده ، د ایران د وسلوال پوځ مختلفو برخو په وروستیو شپو ورځو کې د مانورو په ترسره کولو سره خپل چمتووالی ښودلی دی او خلکو ته ئې دا پیغام منتقل کړی چې درست په بشپړ چمتووالي او ماډرن اونوو تجهیزاتو سره له تاسو ددفاع لپاره تیار دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 20, 2021 02:54 Asia/Kabul
  • ددښمنانو هرډول واړه تیروتنه به له غاښ ماتونکي ځوب سره مخ شي

د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده ، د ایران د وسلوال پوځ مختلفو برخو په وروستیو شپو ورځو کې د مانورو په ترسره کولو سره خپل چمتووالی ښودلی دی او خلکو ته ئې دا پیغام منتقل کړی چې درست په بشپړ چمتووالي او ماډرن اونوو تجهیزاتو سره له تاسو ددفاع لپاره تیار دي .

زمونږخبریال  راپور  راکړ د ایران داسلامی جمهوریت  دفاع وزیر سردار امیر حاتمي  پرون ناوخته  په یولړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې دسیمې  امنیت سره غوټه خوړلې ده  او ایران  تل دغه پيوستون تل ساتلې او ورڅخه ئې دفاع کړې ده ، وئيلي دي ،طبیعي خبره ده  په دې اړه باید هیڅوک بې مورده  خبره ونه کړي  چې ددغه بحث د کمزورتیا لامل شي ، دایران ددفاعي توان په باب  به د دښمن تر ټولو واړه تیروتنه هم  دوسلوال ځواک له سخت، کوټلي او چورلټ ځواب سره مخامخ شي .

 سردار حاتمي  دې ته په اشارې سره چې  د ایران دفاعي قدرت  د هیواد  امنیت او سولې دساتلو لپاره دی ، او  په ټول توان سره ئې وساتي ، زیاته کړې ده ،  امریکایانو  په سیمې کې د لیرې  او لوړو الوت کونکو الوتکو ګزمې او په سمندري کنډکونو کې ځاي په ځاي کولو او د ایټمي اوبتلونو  درسولو پشمول  یو لړ خوځښتونه   درلودل چې  شاید دوي  د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعي شرائطو په نسبت  له تیروتي محساباتو سره مخ شي ، پر دې اساس دایران اسلامی جمهوریت  وسلوال ځواک  په بیلابیلو مانورو کې د  هیواد  امنیت  او عزت ددفاع لپاره  د پوځ بشپړ تیارسی نندارې ته وړاندې کړ. 

 د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده ، د ایران  د وسلوال پوځ  مختلفو برخو  په وروستیو شپو ورځو کې  د مانورو په ترسره کولو سره  خپل چمتووالی ښودلی دی او  خلکو ته ئې دا پیغام  منتقل کړی چې  درست  په بشپړ چمتووالي او ماډرن اونوو  تجهیزاتو سره  له تاسو ددفاع لپاره تیار دي . هغه یادونه کړې ده،د ایران وسلوال پوځ  متقابلا  دښمنانو ته هم دا پیغام ورکړی دی چې  د ایران په باب باید  تر ټولو واړه محاسباتي تیروتنه  هم ونه کړي ،ځکه تر ټولو واړه تیروتنه  به هم د ایران داسلامی جمهوریت  له غاښ ماتونکي او پریکنده ځواب سره مخ شي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

Image Caption
Image Caption
Image Caption