ظريف باکو، ماسکو، تفليس، ايروان او انقرې ته سفر کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95590-ظريف_باکو_ماسکو_تفليس_ايروان_او_انقرې_ته_سفر_کوي
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف آذربائيجان جمهوريت روسيې، آرمينيا، جارجيا او ترکيې ته سفر کوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 23, 2021 13:29 Asia/Kabul
  • ظريف باکو، ماسکو، تفليس، ايروان او انقرې ته سفر کوي

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف آذربائيجان جمهوريت روسيې، آرمينيا، جارجيا او ترکيې ته سفر کوي.

آرمينيا، جارجيا او ترکيې ته سفر کوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده نن وويل، محمد جواد ظريف د يو پلاوي په مشرۍ له راتلونکې ګل ورځې نه به دغو هېوادونو ته په سفر کښې د دغو هېوادونو له خپلو هم رتبه ؤ او نورو چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

هغه د دغه سفر په بيانولو سره وويل، دغه سفر د دوو اړخيزو مسائلو، د قفقار وروستيو بدلونونو، د ملګرتيا د پروژو او په سيمه کښې د صلحې او ثبات د زمينو په محوريت سره ترسره کيږي.