د جنرل سلېماني قتل به بې سزا پاتې نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95708-د_جنرل_سلېماني_قتل_به_بې_سزا_پاتې_نه_شي
په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل، د جنرل قاسم سلېماني وژله به بې له سزا پاتې نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2021 08:33 Asia/Kabul
  •  د جنرل سلېماني قتل به بې سزا پاتې نه شي

په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل، د جنرل قاسم سلېماني وژله به بې له سزا پاتې نه شي.

مجيد تخت روانچي اېن بي سي امريکائي خبري چېنل سره په مرکه کښې وويل: د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سلېماني په قتل کښې د امريکې جنايت به بې له سزا پاتې نه شي ځګه چې په حقيقت کښې دا جنايت د  داسې کس په خلاف ؤ چې له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کښې يې موثره کردار لرۀ.

تخت روانچي له امريکې سره د بنديانو د تبادلې لپاره د امريکې د چمتووالي په باره کښې هم وويل: مونږ له دواړو لورو څخه د بنديانو د بشپړه تبادلې ته چمتو يوو،هغه بنديان چې په ايران کښې دي، هغه چې په امريکه کښې دي او  هغه کسان چې امريکې ته د ستنېدو په طمه دي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي همدارنګ په برجام ايټمي موافقه کښې له امريکې سره د خبرو اترو د شروع کولو په اړه دې ته په اشارې سره چې امريکه له برجام څخه وتلې ده، واضحه کړه، پکار دے امريکه فېصله وکړي چې آيا نوے حکومت غواړي د تېر حکومت ديواليه سياست ته دوام ورکړي يا دا چې غواړي يوه نوې صفحه پرانيزي.

تخت روانچي زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت له دې سره سم چې امريکه په برجام کښې خپلې ژمنې اجرا کړي په دغې موافقې کښې به خپلې ژمنې اجرائي کړي. په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي  ايران د حکومت او جوبائيډن ترمېنځ د هر ډول خبرو اترو کول دروغ وبلل او وې ويل، د بائيډن په اقتدار کښې له راتلو نه  وروسته د ايران او امريکې ترمېنځ هيڅ ډول خبرې اترې نه دي شوې.