طالب پلاوے تهران ته راغلے دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95722-طالب_پلاوے_تهران_ته_راغلے_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند تهران ته د طالب ډلې د سياسي پلاوي د سفر خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2021 12:23 Asia/Kabul
  • طالب پلاوے تهران ته راغلے دے

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند تهران ته د طالب ډلې د سياسي پلاوي د سفر خبر ورکړ.

سعيد خطيب زاده د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ تهران ته د طالبانو سياسي سفر ته په اشارې سره وويل، دغه پلاوے د مخکښې غږملتيا او د ايران د خارجه وزارت د بلنې په بنياد نن سحر تهران ته راغے او د ايران خارجه وزارت لخوا يې هرکلے اوشو.

خطيب زاده زياته کړه، د طالبانو سياسي پلاوے به په تهران کښې د خپل شتون په دوران کښې د ايران د خارجه وزير او د افغانستان په  چارو کښې د خاص استازي په شمول د ايران له مسئولو چارواکو سره ليدل کتل وکړي او په افغانستان کښې د صلحې د بهير او ورسره متعلقو مسائلو او موضوعاتو په اړه د نظر تبادله او صلاح مشورې وکړي.