په ایران کې د مخکنی مشهور فوټبال لوبغاړي مړینه
Jan 28, 2021 08:08 Asia/Kabul
په ایران کې د فوټبال مخکنی مشهور لوبغاړی مهرداد میناوند په ۴۶ کلنی کې د کرونا د ناروغیو د امله وفات شو.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، د ایران د فوټبال د ملي ټیم مخکنی مشهور لوبغاړی مهرداد میناوند چي څو ورځې مخکې د کرونا د امله په روغتون کې بستري شوی تېره شپه سا ورکړه.
د فوټبال نړیوال فډرېسیون (فیفا)، د اسیا د فوټبال کنفدرېسیون (ای اف سی) او د نړۍ سپورټي شخصیتونه په پیغامونو سره د میناوند د مړیني تسلیت ووایه.
مهرداد میناوند په ۱۹۷۵ میلادي کال د نوومبر په میاشته کې زېږېدلی و چي د ایران په پرسپولیس، د اسټریا اشتروم ګراټس، د امارات الشباب او سپاهان کې لوبدلی و.
ټیګونه