ایران نه بلکې امریکا باید خپله لاره بدله کړي
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د امریکې د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: کوم لوری چې باید لاره بدله کړي هغه امریکا ده.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د امریکې د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: کوم لوری چې باید لاره بدله کړي هغه امریکا ده.
دا خبره مجید تخت روانچي پرون د یو، ایس، ټودی ورځپاڼې د پوښتنې په ځواب کښې وکړه او ټینګار یې وکړ چې ایټمي موافقې ته د امریکې د دوباره ستنیدو کړکۍ په بندیدو ده.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي خبرداری ورکړ چې د بایډن حکومت باید په چټکۍ سره اقدام وکړي چې د امریکې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا په ۲۰۱۵ کال کښې پریښې ایټمي موافقې ته راستون شي او اقتصادي بندیزونه ختم کړي.
د ویلو ده چې د امریکې نوی خارجه وزیر انټوني بلینکن په خپلې خبري غونډې کښې مدعي شو چې وړومبې باید ایران په ایټمي موافقه کښې خپلو ژمنو ته راستون شي او بیا به دوي فیصله کوي چې څه وکړي.