د اسرائيلو هر ډول ګواښ ته به غاښ ماتؤنکے ځواب ورکړوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96210-د_اسرائيلو_هر_ډول_ګواښ_ته_به_غاښ_ماتؤنکے_ځواب_ورکړوو
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د د صهيونېسټ رژیم د تحريکونکو او جنګ جوړونکو څرګندونو په اړه خبرداري ورکولو سره تاکيد وکړ، د صهيونېسټ رژيم هر ډول ګواښ يا غلط عمل ته به غاښ ماتونکے ځواب ورکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2021 08:44 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو هر ډول ګواښ ته به غاښ ماتؤنکے ځواب ورکړوو

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د د صهيونېسټ رژیم د تحريکونکو او جنګ جوړونکو څرګندونو په اړه خبرداري ورکولو سره تاکيد وکړ، د صهيونېسټ رژيم هر ډول ګواښ يا غلط عمل ته به غاښ ماتونکے ځواب ورکړوو.

مجيد تخت روانچي د ملګرو ملتو مشر او د امنيت د شورا دوره اي مشر ته په يو خط کښې چې نن خپور شو وويل: په دې وروستيو وختونوکښې اسرائيلي رژيم نه يوازې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف تحريکونکې او جنګ جوړونکې څرګندونې زياتې کړې دي بلکه د ايران په خلاف د خپلو غليمانه ګواښونو د اقدام لپاره په فعالانه توګه پلاننګ کوي.

هغه زياته کړه، د دا ډول ګواښونو وروستۍ نمونه د روان ميلادي کال د جنورۍ په ۲۶ د اسرائيلي رژيم د وسله والوځواکونو د لوے درستيز څرګندونې دي چې پکښې يې د ايران د صلح ايز ايټمي پروګرام په باره کښې له چټي ادعا نه علاوه وويل، اسرائيلي فوځي ځواکونه د ايران په خلافد له موجودو پروګرامونو نه علاوه يو لړ عملياتي پروګرامونه هم چمتو کوي چې  راتلونکي کال کښې ورته پراختيا ورکړي ځکه پکار دے دغه پروګرامونه په مېز پراتۀ وي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي يادونه وکړه چې دغه ګواښونه د ملګرو ملتو د منشور د دويمې مادې څرګنده خلاف ورزي  ده او د سيمې په هېوادونو په حملو کښې د دغه رژيم تيرې مخينې ته په پام سره د نړيوالې ټولنې مناسب ځواب ضروري کوي.

نماینده دائم ایران در سازمان ملل متحد یادآور شد: این تهدیدها، نقض فاحش ماده ۲ منشور ملل متحد است و با توجه به سابقه تاریک این رژیم در حمله به کشورهای منطقه، پاسخ مناسب جامعه جهانی را ضروری می‌سازد.

تخت روانچي د امنيت د شورا د سند په توګه د دغه خط د ثبتولو غوښتنه وکړه او وې ويل، د امنيت شورا  د نړيوالې صلحې او امنيت په ساتنه کښې د اصلي ذمه وارۍ په لرلو سره پکار  دے د اسرائيلي رژيم د بې ثباتونکو سياستونو او جنګ جوړونکو اقداماتو مقابله وکړي او د سيمې په خلاف له خپلو خطرناکو پلانونو څخه مخنيوي ته مجبور کړي.